د بدخشان هوایي ډګر د سرحدي پولیسو د اداري ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بدخشان ولایت مرکز فیضآباد ښار ته څېرمه د هوایي ډګر د سرحدي پولیسو لپاره د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه، چې په کې د بدخشان والي الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د امنیې قومندان ملا نیک محمد ملنګ او یو شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون درلود.
د بدخشان امنیې قومندان ملا نیک محمد ملنګ په دې مراسمو کې د بشپړ امنیت د ټینګښت او د جرمونو د کچې د کمېدو په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، چې د دې ولایت د پولیسو رهبري د امنیتي پلانونو او تدابیرو د طرحې او تطبیق تر څنګ، د رغنیزو او تعمیراتي پروژو پلي کولو ته هم جدي پاملرنه کړې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د هوایي ډګر په ساحه کې د سرحدي پولیسو د اداري ودانۍ پروژه، چې له ۱۶ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو څخه زیاته بودجه ورته ځانګړې شوې، د همدې هڅو یوه برخه ده او سربېره پر دې، یو شمېر نورې پروژې هم د کورنیو چارو وزارت له لوري منظور شوې دي، چې ډېر ژر به یې د پرانیستې شاهدان واوسو.