د بامیان پولیسو د دې ولایت خلکو ته د ټاکنو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ.
د بامیان ولایت امنیه قومندان کومه غونډه چې د دې ولایت له مدني فعالانو او خبریالانو سره درلوده، دوی ته یې په ټاکنو کې د بشپړ امنیت له ټینګولو ډاډ ورکړ.
د بامیان ولایت امنیه قومندان زیاته کړه، چې ستاسو ملي پولیس له نورو امنیتي بنسټونو سره په پوره همغږۍ د امنیت ساتلو ته ژمن دی او د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو د ولایتي کمېسیون کارکوونکو، خبریالانو، مدني فعالانو په ټوله کې د بامیان مېشتو امنیت ساتلو ډاډ یې ورکړ.
په همدې حال کې د بامیان ولایت مدني فعالانو او خبریالانو د امنیت د ټینګښت له امله د بامیان له پولیسو مننه او درناوی وکړ.