د بادغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو د دې ولایت په تګاب او مقر ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۹ تنه د پستې او ارچې ونو د ځنګلونو د وهلو په تړاو نیولي او دوه تنه نور یې ددې ولایت په مقر ولسوالۍ کې د غلا په تړاو نیولي دي.
همداراز د پولیسو ځواکونو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې درې غله په هرات او ۳ تنه نور په پکتیا، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې د غلا په تړاو نیولي دي.