د ایبک ښار اړوند سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۳۸
hg

تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو د سمنګان ولایت د ایبک ښار په اړوند سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د رباطک، افغانیه، بېخ تنګي او عرب کليو په شمول د ایبک ښار نورې اړوند سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.
د دې عملیاتو په لړ کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي، ۱۱ ټپیان او دوه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو ۲۲ عرادې موټرسایکلونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.