د اور وژنې پولیسو ۱۹۶ نقلیه وسایط ترمیم شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۴۲
asdfafd

پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی ریاست د تخنیک منسوبینو ۱۹۶ ‌‌‌ډول ډول د اور وژنې وسایط چې د اور وژنې موټرونه، تېز رفتاره موټرونه او د مرکز او ولایتونو امبولانسونه چې غیر فعال وو ترمیم او د پولیسو ګټه اخېستو ته چمتو شول.

یاد وسایط د ګټه اخېستو او د اور وژنې د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د هېواد پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عملیاتي مدیریتونو او امریتونو ته وسپارل شول.