د اورزګان ولایت د پولیسو د ښوونې او روزنې له مدیریت څخه لسګونه پولیس له مسلکي او عقیدتي زدهکړو بشپړولو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت امنیه قومندان مولوي محمد رفیق خادم، د امنیت امر او ګڼو نورو ځایي مسؤلینو او منسوبینو پکې ګډون کړی و، فارغ ش
د اورزګان ولایت د پولیسو د ښوونې او روزنې له مدیریت څخه لسګونه پولیس له مسلکي او عقیدتي زدهکړو بشپړولو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت امنیه قومندان مولوي محمد رفیق خادم، د امنیت امر او ګڼو نورو ځایي مسؤلینو او منسوبینو پکې ګډون کړی و، فارغ شول.
مسؤلینو په خپلو ویناوو کې د پولیسو مسلکي کول خپل لومړیتوب وګاڼه او له نويو فارغ شويو پولیس افسرانو یې وغوښتل چې له خلکو سره نیک چلند وکړي او همداراز دې د دندې په مهال د اسلامي امارت اصولو ته ژمن اوسي.