د اوبې ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د قومندان مرستیال ونیول شو.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
ب

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ د نهمې امنیتي حوزې له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو د اوبې ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د قومندان مرستیال نیولی دی.
ملا عبدالله په طلحه مشهور او د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سینان کلي اصلي اوسېدونکی دی، چې د ترهګرو طالبانو د کلیدي قومندان مولوي نجیب الله مرستیال و.
ملا عبدالله د ترهګرو طالبانو کلیدي غړی و، چې د هرات ولایت په اوبې او پشتون زرغون ولسوالیو کې یې په بېلابېلو ترهګریزو پېښو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.