د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو او احکامو د څارنې غونډه د کورنیو چارو وزارت په مقام کې ترسره شوه

د فرامینو او احکامو د څارنې په موخه جوړه شوې غونډه چې نن له غرمې وړاندې د کورنیو چارو وزارت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه، د راپور ورکولو عمومې رییس مفتي محمد سالم عبرت، د احکامو او فرامینو لوی ریاست استازي مولوي فیض الله حنیف او د وزارت د مرکزي ادارو د فرامینو د څارنې مسؤلینو ګډون کړی و.
په دغه غونډه کې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرامینو د پر وخت د تطبیق، څېړنې او عملي کولو او همداراز د احکامو او لارښوونو او د مرعي الاجراء( پلي کېدونکي) مصوبو او تقنیني اسنادو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.