د "امنیتي میثاق" پر بنسټ؛ کابل کې د وسله والو حرفوي غلو درې کسیزه ډله ونیول شوه

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۱۷:۳۲

د کابل پولیسو د "امنیتي میثاق" پر بنسټ د شکردرې ولسوالۍ په "قلعه مرادبېک" کلي او د میربچه کوټ ولسوالۍ په "دکو" کلي کې د ځینو هدفمند عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو حرفوي غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو په کابل کې په بېلابېلو جرمي قضیو کې لاس درلود او په تازه‌ګۍ سره یې د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوه استوګنیز کور د قیمتي مالونو د غلا په قضیه کې لاس درلود.
د کابل پولیسو د دې قضیې تر خبرېدو وروسته د شکردرې او میربچه کوټ ولسوالیو په اړوند سیمو کې چټک عملیات ترسره کړي، چې د یوې لنډې نښتې په پایله کې چې یو کس یې ژوبل شوی و، نیول شوي دي.
نیول شوي کسان په کابل کې د وسله والو حرفوي غلو له ډلې دي او له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو.
له دې کسانو څخه یو عراده موټر او درې قبضې تفنګچې هم ترلاسه شوې دي.