د امنیتي میثاق برنامې له مخې مجرمین د پولیسو له سترګو پټ نشي پاتې کېدلی

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۲۱:۱۱
t

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امنیتي میثاق برنامه په ښارونو او کلیو کې د خلکو د امنیت د ټينګښت او له جرمونو سره د موثرې مبارزې په پار تدوین کړې او اوسمهال د تطبیق په درشل کې ده.

خلک د مجرمینو پر وړاندې د امنیتي میثاق برنامې په تطبیق سره لا بسیج کېږي او همدارنګه د دې برنامې پر بنسټ پولیس توانېدلي، څو د خلکو په همکارۍ د مجرمینو په نیولو کې لا غښتلي شي.

په دې برنامه کې زرګونه کابل مېشتي په رضاکارانه ډول بسیج شوي او د یوې اونۍ راهیسې پولیسو د خلکو په همکارۍ څه باندې ۲۰۰ مجرمین چې په کابل ښار کې یې فعالیت درلود، پېژندلي او له دې ډلې یې ۲۵ تنه نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت د خلکو د رضاکارانه نقش په پایله کې د مجرمینو په نیولو او د جرمونو په کموالي کې د پام وړ نقش درلودلی او د دوی د لا زیاتو همکاریو له امله مننه او درناوی کوي.

اوسمهال د ۸۰ تنو هغو مجرمینو نوملړ چې په کابل ښار کې یې د امن او نظم په اخلال کې لاس لرلی او د پولیسو تر څار لاندې دي، د کابل ښار له درنو اوسېدونکو سره یې شریکوي.

د کورنیو چارو وزارت رهبري یو ځل بیا له کابل ښاریانو په خورا درنښت غوښتنه کوي، څو د دې مجرمینو په نیولو کې له خپلو پولیسو سره همکاري وکړي.

ستاسو امنیت، زموږ مسوولیت دی.