د امارتي ادارو د ساتنې لوا یو شمېر منسوبین د سکنر د تخنیکي زدهکړو څخه فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت اړوند د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ لوی ریاست د روزنیز مرکز څخه د امارتي ادارو د ساتنې لوا یو شمېر منسوبینو د سکنر کارولو تخنیکي زدهکړو په برخه کې خپلې زدهکړې بشپړې کړې.
د فراغت په مراسمو کې د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ لوی ریاست نظامي مرستیال، انجنیر صلاحالدین، په ګډون د یاد ریاست یو شمېر مسؤولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
ویناوالو په خپلو خبرو کې فارغ شوي منسوبین خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د مشرانو نېکې مشورې او لارښوونې په پام کې ونیسي او خپلې دندې په پوره دقت او مسؤولیت ترسره کړي.
غونډه فارغ شویو منسوبینو ته د تصدیقپاڼو په وېشلو پای ته ورسېده.