د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ګډون وکړ

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۷ - ۱۶:۲۱
9

نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې په یوې ځانګړې جوړه شوې برنامه کې ګډون کړی او هلته یې د ملي پولیسو په لیکو کې د شته اصلاحاتو او ننګونو په اړه د ګډونوالو پوښتنو ته ځواب ویلی.

په دې برنامه کې علمي پوړ، خبریالانو او د مدني ټولنې غړو ګډون کړی و.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دې غونډې ګډونوالو ته د ملي پولیسو په لیکو کې د جوړښتي پرمختګونو او همدارنګه له جنایي جرمونو، نشه یي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

محمد مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له لوري د ملي پولیسو په لیکو کې د ظرفیت جوړونې په تړاو هم وویل، چې د کورنیو چارو وزارت رهبري بېلابېلې برنامې جوړې کړې؛ چې د خلکو او پولیسو تر منځ پر اعتماد جوړونه هم متمرکزې دي.

ښاغلي اندرابي په کورنیو چارو وزارت کې د کدري او جوړښتي اصلاحاتو د لړۍ له دوام هم ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د وزارت رهبري کوښښ کوي، څو د هېواد دا لوی بنسټ د خلکو د اوسنیو سونزو او اړتیاوو سره سم د خلکو لپاره ځواب ویوونکی کړي او له وخت سره سم خلکو ته معیاري خدمات وړاندې کړي.