د اسلامي امارت مجاهدینو او منسوبینو د وسلو ګرځولو او اجازت لیک په اړوند د کورنیو چارو وزارت خبرتیا ! 

moi-af
[[[[

د کورنیو چارو وزارت د غیرمسوول وسله والو، له قانونه د ناسمه ګټه اخیستونکو کسانو د پېژندلو او غوره امنیتي تدابیرو په موخه په ټول هیواد کې لازمه ګڼي، چې سر له ۱۴۰۲/۱/۱۳ نېټې څخه د افغانستان اسلامي امارات د اداري او ملکي ادارو هغه منسوبین او مجاهدین چې وسلې ورسره وي. د فورم اخیستلو او وسلې ګرځولو د اجازت لیک د اخیستلو لپاره دې په مرکز کې د کورنیو چارو وزارت عامه خدمتونو ریاست او په ولایتونو کې دې د امنیه قومندانیو د ډایاک مدیریتونو ته ورشي، ترڅو له قانوني طی مراحلو وروسته د وسلې ګرځولو اجازت لیک ترلاسه کړي.
 په یاد ویش کې د محترمو ادارو لپاره یوه میاشت وخت ټاکل شوی دی، ددغې مودې له تېرېدو وروسته اړونده محترمې ادارې د شکایت حق نه لري.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۴۴
Background image

د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله د کورنیو چارو وزارت د خواخوږی پیغام!

په خواشینۍ سره چې نن سهار د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله زمونږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شوي.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۱:۱۴
Background image

خبرتیا!

د اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام د (۱۵۲۰) ګڼه فرمان پر بنسټ او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د هدایت له مخې د شخصي موټرونو خاوندانو ته خبر ورکول

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۰
Background image

د کورنیو چارو وزارت پیغام

د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ د سولې ساتلو او د نړیوال امنیت په رامنځته کولو کې د کلیدي اقداماتو په توګه ځانګړی اهمیت لري.

Back to announcements