د اسلامي امارت ریاست الوزرا اداري مرستیال پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست د مسوولینو او منسوبینو کړنې وستایلې

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۳۲
asdff

د اسلامي امارت ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ کورنیو چارو وزارت اړوند پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست څخه لیدنه وکړه او د ولس ژغورلو او له دوی سره په موقع مرسته کولو هڅې وستایلې.
ده په خپلو خبرو کې د اور وژنې مسوولینو او منسوبینو ته ډاډ ورکړ چې د لا نورو خدمتونو په موخه به دوی ته لا ښه امکانات برابر شي تر څو ولس ته لا چټک او پر وخت خدمتونه وړاندې کړي.
په پای کې، د یاد ریاست رییس پاسوال حافظ نورالله انصار د اداري مرستیال څخه په مننې ډاډ څرګند کړ چې ټول مسوولین او منسوبین چمتو دي چې خپل ولس ته خدمت وکړي او په دې لاره کې به له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي.