د ارزګان امنيه قومندانۍ د پوليسو د شهيدانو له کورنيو سره مرسته وکړه.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۸ - ۸:۲۱
ب

نن د ارزګان ولايت د امنيه قومندانۍ منسوبينو د پوليسو د شهيدانو له ځينو کورنيو سره د غنمو مرسته وکړه.
د ارزګان ولايت امنيه قومندان د دې مرستو د وېش پر مهال وويل، چې دا مرسته د ملي پوليسو د شهيدانو کورنيو ته د پاملرنې او د دوى ستونزو ته د رسيدګۍ او همداراز له هېواد او خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې د دوى قربانيو ته د درناوي په موخه ترسره شوه.
نوموړي د شهيدانو کورنيو ته وويل چې په راتلوونکي کې به هم دې مرستو ته دوام ورکړي.