د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزیر، قدرمن خلیفه سراج‌الدین حقاني، د رابطة العالم الاسلامي له سرمنشي ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی او مل پلاوي سره په ارګ کې وليدل.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۲۰
شسیبشس

په پیل کې محترم خلیفه صاحب د رابطة العالم إسلامي مشر دکتور محمد بن عبدالکریم العیسی ته ښه راغلاست ووایه او دغه ډول لیدنې کتنې یې د افغانستان او سعودي عربستان د مسلمانو ملتونو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي په ټینګښت کې اغېزمنې وګڼلې. 
محترم خلیفه صاحب زیاته کړه چې افغانستان او سعودي عربستان اوږدې او ژورې اړیکې لري؛ په کار ده چې د دغو روابطو د ښه پاللو لپاره تګ راتګ زیات وي. 
ورپسې د رابطة عالم اسلامي مشر د مننې په څرګندولو سره وویل:
مونږ ویاړو چې نن په افغانستان کې د امن په فضاء کې د اسلامی امارت له مسؤلینو سره ګورو .
افغانستان ته زمونږ د راتګ لامل د دواړو هېوادونو ترمنځ دعلماو د علمي اړیکو ټینګښت او د رابطة عالم اسلامي له لارې د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ ترمنځ د علمي روابطو تحکیم دی .