دوو ولایتونو کې شپږ تنه غیرمسووله وسله وال ونیول شول

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳ - ۱۴:۲
1

وړمه شپه د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د "فېروز نخچیر" ولسوالۍ په اړوند سیمو کې څلور غیرمسووله وسله وال له څلور میله کلاشینکوفونو او دوه عرادو موټرسایکلونو سره یوځای نیولي دي.
بل خوا د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د سرپل ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې هم د ځينو عملیاتو په پایله کې دوه غیرمسووله وسله وال له دوه میله وسلو سره نیولي دي.