دوه زره ۴۳۰ تنه پولیس د مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته د کندز، کندهار، پکتیا، هلمند او ننګرهار له اسلامي روزنیزو مرکزونو څخه فارغ شول

هغه بیلابیل مراسم چې یادو فارغانو ته په اړونده ولایتونو کې جوړ شوي وو، د یادو ولایتونو محلي مسوولینو، علماوو، ملکي او نظامي منسوبینو هم ګډون کړی وو.
مسوولینو په خپلو ویناوو کې، دوی ته د مبارکی تر څنګ د نظام پر ساتلو، د ولسونو سره د ملي پولیسو پر نیکه رویه او د اسلامي امارت پر اوامرو او فرامینو په پلي کولو ټینګار وکړ.
د ویلو وړ ده چې، ۵۰۷ تنه د کندز له روزنیز مرکز څخه، ۵۰۰ تنه د کندهار له روزنیز مرکز څخه، ۴۹۷ تنه د پکتیا له روزنیز مرکز څخه، ۴۹۶ تنه د هلمند له روزنیز مرکز څخه او ۴۳۰ تنه د ننګرهار له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.