دوه ترهګر چې په کابل ښار کې یې د مقناطیسي ماینونو په خښونه او چاودنه کې ونډه درلوده، ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو دوه مهم غړي چې د کابل ښار په اړوند سیمو کې یې د ترورېستي پېښو په طرحه او سازماندهي، په ځانګړې توګه د مقناطیسي ماینونو په ځای پر ځای کولو کې فعال نقش درلود، نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو کړۍ مقناطیسي ماین هم ترلاسه شوی دی.