دهنه غوري ولسوالۍ پلخمري ښار ته بیاځلې ونښلېده

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۹:۳۷
4

تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو له پرمختګ سره سم د دهنه غوري ولسوالۍ لار چې د ترهګرو طالبانو لخوا تخریب شوې وه، بیاځلي رغولې او د عابرینو پر مخ یې خلاصه کړې ده.
دې مسیر د دهنه غوري ولسوالۍ له پلخمري ښار سره نښلوله، چې له څلورو کلونو راهیسې د ترهګرو طالبانو لخوا تخریب او د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړلې وه.
امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره ورځ له خپلو امکاناتو په استفادې دا مسیر بیاځلی رغولی او د عابرینو پر مخ یې پرانیستی دی.