درې ترهګرو چې غوښتل په خوست کې یو پلچک ونړوي، ووژل شول

درې ترهګرو طالبانو چې غوښتل په خوست ولایت کې یو پلچک ونړوي، وژل شوي دي.
یادو ترهګرو غوښتل چې د خوست ولایت د قلندر ولسوالۍ په “توت پلي” کلي کې د پله لاندې ماین ځای پر ځای کړي، چې د خپل لاسي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
ترهګر طالبان د افغانانو له وینې تویونې، تخریب او د عامه المنفعه تاسیساتو له نړولو پرته د افغانستان د پرمختګ لپاره هېڅ برنامه نه لري.