درېیو ولایتونو کې شپږ تنه د وسلهوالو غلاوو په تړاو ونیول شول

د کابل، تخار او کاپیسا ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وسلهوالو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په اړوند سیمو کې دوه تنه د وسایطو د غلا، د تخار ولایت د تالقان ښار په نهرچمن سیمه کې دوه تنه غله او د کاپيسا ولایت د حصې اول کوهستان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم دوه وسلهوال غله نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه د غلا شويو وسایطو سربېره، دوه میله وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.