درېیو ولایتونو کې د ۱۴ کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۰ - ۱۵:۸
1

پولیسو د زابل، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د ترهګرو له‌‌خوا د ۱۴ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د زابل ولایت په شاه‌جوی ولسوالۍ کې اوه کړۍ ماینونه؛ د پکتیکا ولایت په مټاخان، اورګون او یوسف‌خېلو ولسوالیو کې درې کړۍ ماینونه او د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې هم درې بوشکه‌يي او یو دېګ‌بخار ماین د ملکي مرګ‌ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له‌خوا پر وخت کشف او له منځه یوړل شول.
بل‌‌خوا د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۱۴ ډزه ۸۲ ملي متري ګولۍ کشف او ترلاسه کړې دي.