دایکندي، لغمان او فراه کې ۱۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو منسوبینو د دایکندي، لغمان او فراه ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ په دایکندي ولایت کې دوه تنه د یو عراده موټرسایکل د غلا او دوه تنه د انسان د قاچاق، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې درې تنه د موټر د غلا او یو کس د دولتي ځمکو د غصب او همداراز د فراه ولایت په ښار او ولسوالیو کې هم نهه تنه د وسله والو غلاو او د نشه يي توکو د پلور په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.