خوست کې ۴۸ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.
د خوست ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۴۸ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
یاد کسان د وژنې، ژوبلې، وسله والو غلاو، قطاع الطریقي او غصب په تړاو نیول شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې یاد کسان د خوست ولایت د پولیسو د یوې اونۍ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.