خوست کې ۱۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۵:۹
s

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د باک ولسوالۍ پولیسو په یاده ولسوالۍ کې ۱۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړل.
یاد چاودېدونکي توکي د چنارګي له سیمې هغه مهال کشف شول، چې ترهګرو غوښتل بل ځای ته یې ولېږدوي.
کشف شوي چاودېدونکي توکي په بوجیو کې ځای پر ځای شوي وو، چې په ماین جوړونه کې ترې ګټه اخیستل کېږي.