خوست کې ۱۵۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۰۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
د دې نښتو پر مهال د ترهګرو یو اندازه وسایط او تجهیزات هم له منځه تللي دي.