خوست کې یو مشهور غل او د نشه‌يي توکو پلورونکی ونیول شو

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۱۱
شسیبشس

د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ امنیتي منسوبینو د حرفوي غلو یو مشر او د نشه‌يي توکو پلورونکی چې په سیمه کې یې پلان شوې غلاوې او د نشه‌يي توکو خرڅلاو کاوه د یو دقیق هدفي عملیات پایله کې نیولی دی. 
امنیتي ځواکونو له یاد کس سره ۳۰ غلا شوي ځیرک او ساده مبایلونه، ۱۲ توپنچې، سلګونه مرمۍ، یو شمېر شاجورونه، ۱۲ لاسي بمونه یو اندازه نشه یي مواد او ګڼ شمېر نظامي مهمات هم نیولي دي.
نوموړی یو متکرر مجرم دی چې تر دې وړاندې هم د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوی او د لومړنیو څېړنو پر مهال یې پر ګڼو جرمونو اعتراف کړی دی.