خوست کې پولیسو یو تښتول شوی ماشوم کورنۍ ته یې سپارلی

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۹ - ۸:۵۲
01

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د علیشېرو ولسوالۍ له ملي پولیسو سره یو ځای د یادې ولسوالۍ په مومندۍ اړوند سیمو کې د انسان تښتونې ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو پنځه کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.
یاد ماشوم "اتل" نومېږي او له تېرو دوه ورځو راهیسې د انسان تښتوونکو په قید کې وه.
پولیسو اتل نومی خپلې کورنۍ ته سپارلی او د تښتونې قضیې په تړاو یې یو کس نیولی دی.