خوست کې نهه تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د څو بېلو عملیاتو او تلاشیو په ترڅ کې نهه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له دې منځه پولیسو د خوست ښار د تلاشیو په ترڅ کې درې تنه له دوه میله کلاشینکوفونو او یو میل تفنګچې سره؛ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې څلور تنه د یو شمېر نشه يي توکو د پلور په تړاو؛ د خوست د درېیم امنیتي سمت پولیسو یو کس د موټرسایکل د غلا او بل کس د غیرقانوني ډزو په تړاو نیولي دي.
همداراز د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې هم یو غلا شوی موټر ترلاسه او څښتن ته یې سپارل شوی دی.
د نیول شویو کسانو دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.