خوست کې له یوې چاودنې مخنیوی وشو.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۵:۴
ف

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د دوهمې امنیتي حوزې د درېیم سمت ملي پولیسو د ډاب او دېګانو کلي پر سړک یو کړۍ ماین کشف او د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا چاودنه ورکړل شوه.

ترهګرو طالبانو د ډاب او دېګانو کلي پر عمومي لاره د ملکي مرګ ژوبلې په هدف یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.