خوست کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی شوی.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په صبریو ولسوالۍ کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د صبریو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره د وسایطو ضد ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.