خوست کې له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۹:۳۳
D

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو له خوا اته کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه پر عامه لارو د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوي دي.
د یادونې ده چې په ځینو ماینونو جنت ته د تګ خیالي شعارونه هم لیکل شوي وو.