خوست کې له ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې یو لړعملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې لس ډزه د راکټ ګولۍ، دوه میله تفنګچې او یو قاب دوربین کشف او ضبط شوي دي.
ترهګرو طالبانو غوښتل چې د نظامي وسلو او مهماتو څخه په ګټنې د خوست ولایت ملکي ادارې موخه وګرځوي.