خوست کې سلګونه نشه‌یي ټابلیټونه ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۴۶
sdafasf

د خوست امنیې قومندانۍ د نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو دوه تنه له یو زر او ۱۷۱ نشه‌یي ټابليټونو او یوه اندازه چرسو سره نیولي دي.
همداراز، د یاد ولایت د نادر‌شاه کوټ ولسوالۍ نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو یو تن له یوه اندازه نشه‌یي ټابلیټونو او ۶۲۴ د پیکا مرمیو سره نیولی دی.
نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.