خوست کې زرګونه نشهیي ګولۍ کشف او ونیول شوې
د خوست امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د خوست متون ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یو لړ پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې نږدې ۱۱ زره نشهیي ټابلیټونه نیولې دي.
په دې تړاو یو کس نیول شوی او مني چې دغه نشه یي ګولۍ یې د خرڅلاو په موخه د خوست ولایت مختلفو سیمو ته لېږدولې.
نیول شوی کس به د نورو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شي.