خوست کې د ۲۱ کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی
د خوست ولایت ملي پولیسو او ملي امنیت لخوا د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د پیر کلي سیمه کې په یوه پټنځای کې ۲۱ کړۍ ماینونه کشف او وروسته د خوست امنیه قومندانۍ د ماين شنډولو د ټيم سرتيرو لخوا شنډ او انفجار ورکړل شو.
د وسايطو ضد هغه ۲۱ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړل شول چى وسله والو ترهګرو پر عمومي لارو کې د بى ګناه خلکو د مرګ ژوبلې لپاره کارول.
د یادونې وړ ده چې د یاد ماینونو په تړوا څوګ ندي نیول شوي خو په سیمه کې څیړنې راونې دي.