خوست کې د ۱۴ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق مخنیوی وشو

د خوست امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونو د یاد ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د یو کشفي عمليات په ترڅ کې دوه تنه چې په یو کرولا موټر کې یې ۱۴ کیلو ګرامه چرس ځای په ځای کړي وو نیولي دي.
نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.