خوست کې د وسله‌والو غلو ډله چې نظامي یونیفورم یې کاروه ونیول شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۵
asdfa

د خوست امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو تر کشفي اطلاع وروسته هغه څلور تنه وسلوال غله نیولي چې په نظامي یونیفورم کې به د خلکو کورونو ته ورتلل او د سیمې د خلکو کورونه به یې لوټل.

یاد کسان د خوست ولایت مرکز مټه چینه سیمه کې یو کور ته ورغلي وو چې د کور له غړو سره یې د وسلوال او فزیکي چلند وروسته له هغوی سره‌زر، دوه میله وسله او یو اندازه پیسې غلا کړې وې.
نیول شوو کسانو خپل جرم منلی او همداراز په پېښه کې د نورو ښکېلو کسانو د نیولو اپراتیفي هڅې روانې دي چې زر به د پولیسو له لورې د قانون منګولو ته وسپارل شي.