خوست کې د وسایطو ضد ماین کشف او شنډ شو.
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د موسی خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسایطو ضد ماین کشف او شنډ کړ.
یاد ماین د ترهګرو طالبانو لخوا د تخریبي کړنو په موخه ځای پر ځای شوی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د موسی خېلو ولسوالۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا کشف او شنډ شو.