خوست کې د نشه یي توکو یو مشهور قاچاق وړونکی ونیول شو

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۱۹
شسیبشسی

د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه یي سره د مبارزې پولیسو د یو دقیق کشفي عملیات په ترڅ کې یو وسله‌ وال او مشهور قاچاق وړونکی د دغه ولایت په مرکز خوست ښار کې نیولی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، له نیول شوي کس څخه یو میل کلاشینکوف، شپږ  شاجورونه، ۴۰۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ، یو میل تومانچه، دوه لاسي بمونه او یوه اندازه چرس هم ترلاسه شوي دي.

له نیول شوي کس څخه د پولیسو څېړنې روانې دي، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.