خوست کې د مسؤلینو په هڅو د دوو کورنیو ۲۸ کلنه دوښمني حل شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۲۰
asdf

د خوست ولایت د سیمه‌ییزو مسؤلینو په منځګړیتوب د تڼیو ولسوالۍ په  لغوړي پیران کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده او دواړو کورنیو یو بل ته بښنه وکړه.

یاده شخړه چې له کلونو راهیسې د دواړو کورنیو ترمنځ د کړکېچ او بې‌باورۍ لامل ګرځېدلې وه، د سوله‌ییز تفاهم له لارې حل شوه او دواړو لورو د سولې او ورورولۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په خوست ولایت کې د شخړو د حل بهیر چټک شوی او اړوند ادارې د قومي مشرانو او علماوو په همغږۍ هڅه کوي څو اوږدمهاله او لنډمهاله شخړې د خبرو او تفاهم له لارې حل او په ټولنه کې یووالی او ثبات نور هم پیاوړی کړي.