خوست کې دوه ماین جوړوونکي د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله ووژل شول
![8](/sites/default/files/2021-02/151238989_1941773999293821_8549609953693948856_o_0.jpg)
خوست ولایت کې دوه ترهګر ماین جوړوونکي د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي.
یادو ترهګرو د خوست ښار په غرومبۍ سیمه کې په یوه مدرسه کې ماین جوړوه، چې د چاودنې په پایله کې یې له منځه تللي دي.
دا پداسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم پولیسو د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې او همدارنګه د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د درېیو جلا کشفي اقداماتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د درېیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.