خوست کې درې وسله وال غله ونیول شوه

د خوست امنیې قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د یو پلټونکي عملیات پایله کې درې غله د یو شرکت له غلا کړیو ۱۰۰ زره افغانیو، ۱۰۰ زره پاکستانۍ کالدارو، څه باندې زر امریکايي ډالرو او پنځه سیټه مبایلونو او یو میل کلاشینکوف سره د خوست ښار په مربوطاتو کې نیولي دي.
نیول شوو کسانو پولیسو ته خپل جرمونه منلي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.