خوست کې درې ماین خښوونکي ونیول شول
د خوست ولایت د باک ولسوالۍ ملي پولیسو د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې درې ماین خښوونکي نیولي دي.
یاد کسان د علیشېرو او تریزیو ولسوالیو اوسېدونکي دي او غوښتل یې د باک ولسوالۍ په اړوند پرتو سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ماینونه خښ کړي، چې د ځايي خلکو په همکارۍ د پولیسو له خوا کشف او له منځه یوړل شول.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.