خوست کې درې تنه یو کور ته د لاسي بمونو د غورځولو په تړاو ونیول شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۰:۴۱
sfsfs

 

د خوست امنیه قومندانۍ امنیتي منسوبینو درې تنه چې غوښتل یې د پسیو په بدل کې یو کور ته لاسي بمونه(نارنجک) وغورځوي نیولي دي.
له نیول شویو کسانو درې کړۍ لاسي بمونه ترلاسه شوي او د هغه کس د نیولو هڅې رواني دي چې دوی ته یې ددغه ناوړه کار لپاره پیسې ورکړې وې.