خوست کې درې تنه د ځنګلونو پرې کولو په تړاو ونیول شول

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۱۰:۹
ا

تېره ورځ د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د ګربزو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې درې تنه د ځنګلونو او شنو بوټو د پرې کولو په تړاو نیولي دي.

له یادو کسانو څخه درې عرادې موټر چې له شنو بوټو او لرګیو ډک وو، د پولیسو لاسته ورغلي دي.

پولیسو ضبط شوي لرګي د خوست ولایت د کرنې ریاست ته سپارلي او له نیول شویو کسانو لا زیاتې څېړنې او ګروېږنې روانې دي.