خوست کې امنیتي ځواکونو ته ۵۰ موټرسایکلونه ووېشل شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۲۷
afd

د کورنیو چارو وزارت له لوري د خوست امنیه قومندانۍ ځواکونو ته د پېښو د مخنیوي، پر وخت رسېدنې او د امنیتي خدماتو د لا ښه والي په موخه ۵۰ موټرسایکلونه په واک کې ورکړل شول. د یادو موټرسایکلونو د وېش په مراسمو کې د خوست امنیه قومندانۍ د امنیت امر قاري اسلم کرامت وویل، چې د دغو موټرسایکلونو په وسیله به امنیتي ځواکونه وکولای شي د احتمالي پېښو مخه ونیسي، رامنځته شویو پېښو ته چټکه رسېدنه وکړي او په امنیتي چارو کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړه چې د ځواکونو هراړخیز ملاتړ د مسوولینو له لومړیتوبونو څخه دی او هڅه کېږي چې د نوي عصر د ټولو لازمو امکاناتو په برابرولو سره امنیتي خدمات نور هم پراخ او پیاوړي شي.