خوست کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او غیرقانوني وسلو ګرځونې په تور نیول شوي

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۴:۱۲
4

نن د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په خوست ښار او ولسوالیو کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور او څلور تنه نور د غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي، دوه میله تفنګچې او دوه میله کلاشینکوفونه هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.