خوست کې؛ ۱۳ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۹:۳۱
asdfas

د خوست امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د تېرو دوو اونیو په لړ کې په مرکز او تڼۍ ولسوالۍ کې ۱۳ تنه د نشه یي توکو د پېر او پلور په تړاو نیولي او له دوی یې دوه کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه شیشه او تریاک ترلاسه کړي دي.

نیول شوي کسان د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.